کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قطر په افغانستان کې د ۱۰ روغتیايي مرکزونو د جوړولو اعلان وکړ

7 جوزا 1403 ساعت 14:29

د قطر د سرې میاشتې د نړیوالو مرستو او پراختیا مشر اعلان وکړ چې هېواد به یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.


آوا - کابل: د قطر د سرې میاشتې د نړیوالو مرستو او پراختیا رئیس محمد صلاح ابراهیمي په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې هېواد یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړوي.
 
د ښاغلي ابراهیمي په وینا، دغه روغتیايي مرکزونه به په کال کې شاوخوا ۲۵۰ زره میندو او ماشومانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
 
په ورته وخت کې د نړیوالو مرستو د بندېدو له امله د افغانستان روغتیايي سیستم له بېلابېلو ستونزو او په ځانګړې توګه د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو له نشتوالي سره مخ دی.


د مطلب کود: 291058

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291058/قطر-په-افغانستان-کې-د-۱۰-روغتیايي-مرکزونو-جوړولو-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com