افغان غږ خبری آژانس - کابل: یونیسف په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې وروستیو سیلابونو د اوبو رسولو ډیری شبکې ویجاړې کړي چې په پایله کې یې زیات شمیر سیمې د څښاک له اوبو او د پخولو له اوبو څخه بې برخې شوي دي.
یونیسیف یو انځور خپور کړی چې هره ورځ له 22,000 څخه زیاتو خلکو ته د یو ټانکر په واسطه پاکې اوبه رسوي چې د هر سړي شاوخوا 15 لیټرو ته رسیږي.
د بغلان، غور او فاریاب په ګډون د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې سېلابونو سلګونه کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي، چې ډېری یې د څښاک پاکو اوبو او خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.