کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د یونیسف لخوا په سیلاب ځپلو سیمو کې د زرګونو خلکو لپاره هره ورځ د پاکو اوبو برابرول

7 جوزا 1403 ساعت 14:25

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د افغانستان په سیلاب ځپلو سیمو کې د ۲۲۰۰۰ افغانانو لپاره هره ورځ د څښاک پاکې اوبه برابروي.


آوا - کابل: یونیسف په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې وروستیو سیلابونو د اوبو رسولو ډیری شبکې ویجاړې کړي چې په پایله کې یې زیات شمیر سیمې د څښاک له اوبو او د پخولو له اوبو څخه بې برخې شوي دي.
 
یونیسیف یو انځور خپور کړی چې هره ورځ له 22,000 څخه زیاتو خلکو ته د یو ټانکر په واسطه پاکې اوبه رسوي چې د هر سړي شاوخوا 15 لیټرو ته رسیږي.
 
د بغلان، غور او فاریاب په ګډون د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې سېلابونو سلګونه کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي، چې ډېری یې د څښاک پاکو اوبو او خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.


د مطلب کود: 291057

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291057/د-یونیسف-لخوا-په-سیلاب-ځپلو-سیمو-کې-زرګونو-خلکو-لپاره-هره-ورځ-پاکو-اوبو-برابرول

آوا
  https://www.avapress.com