دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 290997
په بامیان کې د غره ښویېدنې له امله ۵ تنه مړه او ټپیان شول
د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د «یکاولنګ نمبر ۲» په ولسوالۍ کې د غره د ښویېدو له امله یو تن وژل شوی، څلور نور ټپیان شوي او یو بل لادرکه دی.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د باميان ولايت مقام مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې نن سهار شاوخوا ١١:٤٠ بجې د کليګان په سيمه کې د کرنيزو اوبو د يوې کندې د پاکولو پر مهال د غره د ښويېدو له امله ۵ تنه مړه او ټپیان شول.

ديوبل خبر له مخې: ددغې پيښې ټپيان د درملنې په خاطر د کابل ښار د لومړۍ ناحيې روغتون ته ليږدول شوي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د باميان والي مولوي عبدالله سرحدي د وژل شويو کسانو له کورنيو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې د يکاولنګ د دويمې ناحيې ولسوال ته لارښوونه وکړه چې د سيمه ييزو خلکو په مرسته ياد شوى کس پيدا کړي. 
https://avapress.com/vdcb9gb5zrhb99p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته