کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بامیان کې د غره ښویېدنې له امله ۵ تنه مړه او ټپیان شول

6 جوزا 1403 ساعت 15:04

د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د «یکاولنګ نمبر ۲» په ولسوالۍ کې د غره د ښویېدو له امله یو تن وژل شوی، څلور نور ټپیان شوي او یو بل لادرکه دی.


آوا - بامیان: د باميان ولايت مقام مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې نن سهار شاوخوا ١١:٤٠ بجې د کليګان په سيمه کې د کرنيزو اوبو د يوې کندې د پاکولو پر مهال د غره د ښويېدو له امله ۵ تنه مړه او ټپیان شول.

ديوبل خبر له مخې: ددغې پيښې ټپيان د درملنې په خاطر د کابل ښار د لومړۍ ناحيې روغتون ته ليږدول شوي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د باميان والي مولوي عبدالله سرحدي د وژل شويو کسانو له کورنيو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې د يکاولنګ د دويمې ناحيې ولسوال ته لارښوونه وکړه چې د سيمه ييزو خلکو په مرسته ياد شوى کس پيدا کړي. 


د مطلب کود: 290997

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290997/په-بامیان-کې-د-غره-ښویېدنې-له-امله-۵-تنه-مړه-او-ټپیان-شول

آوا
  https://www.avapress.com