افغان غږ خبری آژانس: د القسام کنډک ویاند «ابو عبیده» په یوه غږیز پیغام کې د غزې په شمال کې په نویو نښتو کې د څو صهیونیسټی پوځیانو د وژل کیدو او نیولو خبر ورکړ.
هغه زیاته کړه: پرون ماښام (شنبه) د غزې تړانګې په شمال کښې د مقاومت جنګیالیو وتوانید چې په یوه پیچلې چاپه کښې څو اسرائیلی پوځیان ووژنی.
د القسام کنډک ویاند یوه ویډیو خپره کړه او اعلان یې وکړ: د دغو مجاهدینو د شنبې په ماښام د جبالیه په کمپ کې په یوه تونل کې د صهیونیسټي پوځیان د دوي لاس ته ورغلل او له صفري نقطې څخه یې له هغوی سره د نښتې په ترڅ کې ووژل شول ژوبل شول او دوی ځیني يي ونیول شول.
د القسام ویاند همدارنګه اعلان وکړ: د فلسطین د مقاومت جنګیالیو له دوو اونیو راهیسی په رفح او بیت حنون کښې د صهیونیسټی پوځیانو په خلاف په لسګونو عملیات ترسره کړل.
ابو عبیده په دې خبرې سره چې «دښمن د انتقام او تباهۍ خپل ړانده او ناکامه سیاست ته دوام ورکوی» څرګنده کړه: صهیونیسټ رژیم د ماتې په لور حرکت کوی او زمونږ د ملت په خلاف د خپلو وژلو د توجیه کولو لپاره د بې ځایه لاس ته راوړنو په لټه کښې دی.
هغه زیاته کړه: د فلسطین مجاهدین د غزې په تړانګه کښې د جنګ په ټولو محورونو کښې صهیونیسټ نیواکګرو ته نه هیریدونکی درس ورکوی او له خپلې خاورې دفاع کوی.