افغان غږ خبری آژانس: د TASS په وینا، دغه روسي چارواکي د جمعې په ورځ د جوزا په ۴ مه خبریالانو ته وویل، چې القاعده او داعش د دغو دوو هیوادونو د استخباراتي ادارو له خوا رامنځته شوي «کرکه لرونکي تروریستي جوړښتونه» دي.
نوموړي د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د ګډو ګټو هېوادونو د امنیتي چارواکو د غونډې په څنډه کې د خبرو پر مهال زیاته کړه، واشنګټن او لندن په افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د وضعیت د بې ثباته کولو لپاره له ترهګرو ډلو سره همکاري کوي.
هغه همداراز ټینګار کړی، چې سوریه د دې مسئلې یوازینۍ ښکاره بېلګه نه ده، بلکې افغانستان هم له دې سیمې ډېر زیانمن شوی دی.
په عین حال کې د قرغزستان د ملي امنیت د کمیټې مشر هم ویلي دي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو باندې د «ترهګرو» تمرکز زیات شوی او دا موضوع د دغه هیواد د غړو هیوادونو جنوبي سرحدونو ته یو ګواښ ګڼل کیږي.