کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر امریکا او انګلستان له ترهګرو ډلو سره په همکارۍ تورن کړل

6 جوزا 1403 ساعت 9:43

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکین د امریکا او بریتانیا استخباراتي ادارې په اسیا کې له ترهګرو ډلو سره په همکارۍ تورنې کړې دي.


آوا: د TASS په وینا، دغه روسي چارواکي د جمعې په ورځ د جوزا په ۴ مه خبریالانو ته وویل، چې القاعده او داعش د دغو دوو هیوادونو د استخباراتي ادارو له خوا رامنځته شوي «کرکه لرونکي تروریستي جوړښتونه» دي.

نوموړي د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د ګډو ګټو هېوادونو د امنیتي چارواکو د غونډې په څنډه کې د خبرو پر مهال زیاته کړه، واشنګټن او لندن په افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د وضعیت د بې ثباته کولو لپاره له ترهګرو ډلو سره همکاري کوي.

هغه همداراز ټینګار کړی، چې سوریه د دې مسئلې یوازینۍ ښکاره بېلګه نه ده، بلکې افغانستان هم له دې سیمې ډېر زیانمن شوی دی.

په عین حال کې د قرغزستان د ملي امنیت د کمیټې مشر هم ویلي دي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو باندې د «ترهګرو» تمرکز زیات شوی او دا موضوع د دغه هیواد د غړو هیوادونو جنوبي سرحدونو ته یو ګواښ ګڼل کیږي. 


د مطلب کود: 290944

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290944/د-روسیې-بهرنیو-استخباراتو-مشر-امریکا-او-انګلستان-له-ترهګرو-ډلو-سره-په-همکارۍ-تورن-کړل

آوا
  https://www.avapress.com