افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوی شهاب الدین دلاور د ازبکستان د ایریل شرکت له استازو سره په کتنه کې د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په برخه کې د دغه هېواد د لېوالتیا هرکلی وکړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت له مطبوعاتي دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د ایریل شرکت استازي د هېواد د نفتو او ګازو په ساحو کې د پانګونې په برخه کې د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړه.
مولوي شهاب الدین دلاور د افغانستان په کاني سرچینو کې د پانګونې لپاره د ایریل شرکت د لېوالتیا هرکلی وکړ او ویې ویل: د کانونو او پټرولیم وزارت چمتو دی چې د بهرنیو پانګوالو او نړیوالو پانګوالو د هڅونې او جلبولو په برخه کې قانوني همکاري وکړي او لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي چې غواړي پانګونه وکړي.