کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کانونو او پټرولیم وزارت په افغانستان کې د پانګونې لپاره د ایریل د لېوالتیا هرکلی کوي

3 جوزا 1403 ساعت 13:11

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره د ایریل ازبکستان د لېوالتیا هرکلی وکړ.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوی شهاب الدین دلاور د ازبکستان د ایریل شرکت له استازو سره په کتنه کې د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په برخه کې د دغه هېواد د لېوالتیا هرکلی وکړ.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت له مطبوعاتي دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د ایریل شرکت استازي د هېواد د نفتو او ګازو په ساحو کې د پانګونې په برخه کې د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړه.
 
مولوي شهاب الدین دلاور د افغانستان په کاني سرچینو کې د پانګونې لپاره د ایریل شرکت د لېوالتیا هرکلی وکړ او ویې ویل: د کانونو او پټرولیم وزارت چمتو دی چې د بهرنیو پانګوالو او نړیوالو پانګوالو د هڅونې او جلبولو په برخه کې قانوني همکاري وکړي او لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي چې غواړي پانګونه وکړي. 


د مطلب کود: 290820

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290820/د-کانونو-او-پټرولیم-وزارت-په-افغانستان-کې-پانګونې-لپاره-ایریل-لېوالتیا-هرکلی-کوي

آوا
  https://www.avapress.com