دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۶
د مطلب کود : 290790
د بامیان ولایت د پوهنې نوی رئیس معرفي او په کار یې پیل وکړ
قاري عنايت الله سحر د باميانو ولايت د پوهنې د نوي رئيس په توګه معرفي او په کار يې پيل وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن چهارشنبه (د جوزا ۲مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې قاري عنایت الله سحر د بامیان ولایت د پوهنې د نوي رئیس په توګه معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.
 
د باميان ولايت د پوهنې رييس مولوي طلحه د دغه ولايت د پوهنې د نوي رييس د معرفي کولو په مراسمو کې وويل: "دولتي مسوولين د خلکو په وړاندې جدي مسووليت لري او بايد د ورسپارل شويو دندو د پرمخ بيولو په برخه کې تر خپله وسه کار وکړي.
 
هغه زیاته کړه: د اسلامي امارت په نظام کې تغییر او بدلون د چارو د ښه پرمخ بیولو لپاره یو مهم اصل دی او د چارواکو د حکمونو اطاعت په ادارو کې د شفافیت لامل شوی دی.
 
د يادونې وړ ده، چې د باميان ولايت د پوهنې پخوانى رييس مولوي رحمت الله قنديلي د دايکنډي ولايت د پوهنې د رييس په توګه ټاکل شوى دى.
https://avapress.com/vdccoxqix2bqom8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته