افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنيو چارو د وزارت وياند حفيظ احمد ضياء په اکس پاڼه کې ليکلي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سياسي مرستيالې رزماری ډي کارلو د بهرنيو چارو له سرپرست وزير اميرخان متقي سره په ليدنه کې ويلي، چې د دوحې په دریمه غونډه کې د مالي او بانکي مسايلو، له نشه يي توکو سره د مبارزې، افغان بزګرانو ته د کوکنارو د کرکيلې د بدیل د زمينې برابرولو، د اقليمي بدلون او پر افغانستان د هغې د اغېزو په اړه خبرې کېږي.
دي کارلو زیاته کړي: چې په دې غونډه کې به د غړو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو پر استازو سربېره د نړیوال بانک او اسیايي بانک استازي هم ګډون وکړي.
له بلې خوا ویل شوي دي چې متقي په دې غونډه کې وویل چې د افغانستان رښتینی استازی باید په ملګرو ملتونو کې د نظام استازیتوب وکړي او په دې برخه کې پراته خنډونه باید لیرې شي.
هغه زیاته کړه: د افغانستان سرپرست حکومت د دوحې په وروستۍ غونډه کښې تشریفاتي شتون ګټور نه دی بللی خو د دوحې په درېیمه غونډه کښې له نشه ایزو موادو سره د مبارزې، د اقلیم د بدلون او د بانکدارۍ د مسائلو مطرح کول د دوه اړخیزو اړیکو لپاره ګټور بللی دی.