افغان غږ خبری آژانس - کابل: سرچینې خبر ورکوي، چې د تورخم دروازه له دریو ورځو تړل کېدو وروسته نن سهار شاوخوا ۷ بجې د مسافرو پر مخ پرانیستل شوه.
دا پوله له تېرې جمعې راهیسې تړل شوې وه.
پاکستاني لوري تر دې مخکې اعلان کړی و، چې له زړو ودانیو څخه نویو ودانیو ته د دفترونو د لېږد له امله به د تورخم دروازه په موقتي ډول د مسافرو پر مخ وتړل شي.