سرچينې زياته کړې، چې د تورخم دروازه له درېيو ورځو تړل کېدو وروسته نن سهار شاوخوا اووه بجې د مسافرو پر مخ پرانيستل شوه.
د تورخم دروازه د مسافرو پر مخ پرانیستل شوه
31 ثور 1403 ساعت 13:11
سرچينې زياته کړې، چې د تورخم دروازه له درېيو ورځو تړل کېدو وروسته نن سهار شاوخوا اووه بجې د مسافرو پر مخ پرانيستل شوه.
آوا - کابل: سرچینې خبر ورکوي، چې د تورخم دروازه له دریو ورځو تړل کېدو وروسته نن سهار شاوخوا ۷ بجې د مسافرو پر مخ پرانیستل شوه.
دا پوله له تېرې جمعې راهیسې تړل شوې وه.
پاکستاني لوري تر دې مخکې اعلان کړی و، چې له زړو ودانیو څخه نویو ودانیو ته د دفترونو د لېږد له امله به د تورخم دروازه په موقتي ډول د مسافرو پر مخ وتړل شي.
د مطلب کود: 290684