افغان غږ خبری آژانس - کابل: د احصایې او اطلاعاتو د ملي ادارې مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد صادرات او واردات ۱۰،۳ میلیارده ډالرو ته رسېدلي.
همدارنګه د احصایې ملي اداره زیاتوي چې تر ټولو زیات وارد شوي توکي لکه؛ نفتي مواد او تیل، ماشینري، ترانسپورتي وسایط او پرزې، ټوکر او فلزي محصولات شامل دي.
د احصایې وزارت ویلي چې د افغانستان تر ټولو زیات صادر شوي توکي مېوې، طبي بوټي، منرالونه او سبزیجات دي.