د سرپرست حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، تېر کال افغانستان د ۱۰،۳ میلیارد ډالرو په ارزښت واردات او صادرات درلودل.
افغانستان تېر کال د څه باندې لس میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریزې راکړې ورکړې درلودې
26 ثور 1403 ساعت 11:58
د سرپرست حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، تېر کال افغانستان د ۱۰،۳ میلیارد ډالرو په ارزښت واردات او صادرات درلودل.
آوا - کابل: د احصایې او اطلاعاتو د ملي ادارې مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد صادرات او واردات ۱۰،۳ میلیارده ډالرو ته رسېدلي.
همدارنګه د احصایې ملي اداره زیاتوي چې تر ټولو زیات وارد شوي توکي لکه؛ نفتي مواد او تیل، ماشینري، ترانسپورتي وسایط او پرزې، ټوکر او فلزي محصولات شامل دي.
د احصایې وزارت ویلي چې د افغانستان تر ټولو زیات صادر شوي توکي مېوې، طبي بوټي، منرالونه او سبزیجات دي.
د مطلب کود: 290410