افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو چارو د عالي کمیسیون چارواکي وايي، چې د شنبې ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام قلعه له لارې ۱۸۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې.
همدارنګه ویل کیږي، چې له دې جملې څخه ۱۳۳ کورنیو ته وړیا سیم کارتونه ورکړل شول او ۲۰ کورنۍ خپلو سیمو ته د انتقال پیسي او په یو شمیر کورنیو ته مرستې ویشل شوې.