دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 290275
په خوست ولایت کې د اوبو اته واړه بندونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
په خوست ولایت کې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د اتو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په خوست ولایت کې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د اتو بندونو د جوړولو چارې د اوبو او انرژۍ د وزیر ملا عبداللطیف منصور له خوا بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کرنې وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د دغو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې په دغه ولایت کې د دوو نورو چک بندونو د جوړولو کار روان دی او درې نورې پروژې په پلان کې دي او قرارداد ته چمتو دي.

ویل کېږي چې د دغو ۸ پروژو په پلي کېدو سره څه باندې ۵۳ زره متر مکعب اوبه خوندي شوي او نږدې ۱۰ زره ټنو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
https://avapress.com/vdca0wnum49nou1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته