په خوست ولایت کې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د اتو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په خوست ولایت کې د اوبو اته واړه بندونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
24 ثور 1403 ساعت 9:38
په خوست ولایت کې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د اتو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
آوا - کابل: په خوست ولایت کې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د اتو بندونو د جوړولو چارې د اوبو او انرژۍ د وزیر ملا عبداللطیف منصور له خوا بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کرنې وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د دغو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې په دغه ولایت کې د دوو نورو چک بندونو د جوړولو کار روان دی او درې نورې پروژې په پلان کې دي او قرارداد ته چمتو دي.
ویل کېږي چې د دغو ۸ پروژو په پلي کېدو سره څه باندې ۵۳ زره متر مکعب اوبه خوندي شوي او نږدې ۱۰ زره ټنو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
د مطلب کود: 290275