د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکه رغول شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
افغان غږ خبری آژانس: د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي، د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د بیارغونې چارې بشپړې شوې. ویل کیږي چې د دې شبکې په بشپړیدو سره (۱۵۰۰) کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی لري.