د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکه رغول شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په ننګرهار ولایت کې د اوبو رسولو شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
23 ثور 1403 ساعت 9:51
د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکه رغول شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
آوا: د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي، د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د بیارغونې چارې بشپړې شوې.
ویل کیږي چې د دې شبکې په بشپړیدو سره (۱۵۰۰) کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی لري.
د مطلب کود: 290216