دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 290158
د یوې میاشتې په اوږدو کې دوه سوه بهرنیو سیلانیانو هرات ته سفر کړی
د هرات ولايت سيمه ييز مسوولين د يوې مياشتې په موده کې هرات ته د دوه سوه بهرنيو سيلانيانو د سفر خبر ورکوي او وايي چې دغو سيلانيانو د هرات له تاريخي او طبيعي ځايونو څخه ليدنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - هرات : د هرات ولايت داطلاعاتو او کلتور رييس مولوي رحمت الله محمدي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې درې سوه تنو بهرنيو سيلانيانو له هرات څخه ليدنه کړې ده.
 
دغه سيلانيان د امريکا، روسيې، ايټاليا، فرانسې، جرمني، يونان، انګلستان څخه وو.
 
هرات هره میاشت د زرګونو کورنیو سیلانیانو شاهد وي.
 
د اسلامي امارت په موثریت او په افغانستان کې د ټولیز امنیت په تامین سره دغه هیواد ته د بهرنیو سیلانیانو شمیر مخ په زیاتیدو دی.
https://avapress.com/vdcamwnua49no61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته