افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد د اورګاډي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د روان کال په ترانسپورتي میاشت کې ۳۵۲۹۴۰ مټریک ټنه د اورګاډي پټلۍ له لارې لېږدول شوي دي.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، له دغو لېږد رالېږد څخه ٢٦٨٩٢٦ ټنه د حيرتان بندر له لارې، ٢٩٧٠٣ ټنه د اقينې له لارې، ١٢٩٠ ټنه له خواف بندر او ٤٣٠١١ ټنه د تورغونډۍ له لارې لېږدول شوي دي.
په دغو لیږدونو کې سوداګریز ملکیتونه او نفتي توکي شامل دي چې د هیواد د ریل پټلۍ له لارې ترسره شوي.