کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په یوه میاشت کې د ریل له لارې له 350,000 ټنو څخه ډیر سوداګریز توکي لیږدول

22 ثور 1403 ساعت 9:25

د هېواد د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د روان کال په ترانسپورتي میاشت کې څه باندې ۳۵۰ زره ټنه سوداګریز توکي د اورګاډي له لارې لېږدول شوي دي.


آوا - کابل: د هېواد د اورګاډي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د روان کال په ترانسپورتي میاشت کې ۳۵۲۹۴۰ مټریک ټنه د اورګاډي پټلۍ له لارې لېږدول شوي دي.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، له دغو لېږد رالېږد څخه ٢٦٨٩٢٦ ټنه د حيرتان بندر له لارې، ٢٩٧٠٣ ټنه د اقينې له لارې، ١٢٩٠ ټنه له خواف بندر او ٤٣٠١١ ټنه د تورغونډۍ له لارې لېږدول شوي دي.

په دغو لیږدونو کې سوداګریز ملکیتونه او نفتي توکي شامل دي چې د هیواد د ریل پټلۍ له لارې ترسره شوي.


د مطلب کود: 290153

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290153/په-یوه-میاشت-کې-د-ریل-له-لارې-350-000-ټنو-څخه-ډیر-سوداګریز-توکي-لیږدول

آوا
  https://www.avapress.com