د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کابل ښار څلورو روغتونونو ته د سوري په ناروغۍ د اخته ۴۰ ماشومانو د درملنې په موخه معرفي کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغې ټولنې په تېرو ۲۱ میاشتو کې ۳۶۸ ماشومان په دې ناروغۍ اخته روغتونونو ته معرفي کړي دي.