افغان غږ خبری آژانس - هرات: د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په هرات ولایت کې د ۵۴۰ زره ډالرو په پانګونې سره د کیمیاوي سرې د تولید لومړۍ فابریکه په کار پیل وکړ.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغې فابریکې د اته ډوله کیمیاوي سرې د تولید ترڅنګ ۲۲۵ ټنو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.
همدارنګه ویل کیږي چې دغه فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۰ تر ۲۵ ټنو کیمیاوي سرې د تولید ظرفیت لري.