کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات ولایت کې د کیمیاوي سرې د تولید فابریکه په فعالیت پیل وکړه

16 ثور 1403 ساعت 12:23

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په هرات ولایت کې د ۵۴۰ زره ډالرو په پانګونې سره د کیمیاوي سرې د تولید د لومړۍ فابریکې د پیل خبر ورکړ.


آوا - هرات: د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په هرات ولایت کې د ۵۴۰ زره ډالرو په پانګونې سره د کیمیاوي سرې د تولید لومړۍ فابریکه په کار پیل وکړ.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغې فابریکې د اته ډوله کیمیاوي سرې د تولید ترڅنګ ۲۲۵ ټنو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

همدارنګه ویل کیږي چې دغه فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۰ تر ۲۵ ټنو کیمیاوي سرې د تولید ظرفیت لري.


د مطلب کود: 289868

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289868/په-هرات-ولایت-کې-د-کیمیاوي-سرې-تولید-فابریکه-فعالیت-پیل-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com