افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د ۳۷۵ زره ډالرو په ارزښت د مهاجرینو په هستوګنځي کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو کار د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په حضور کې پیل شو.
د ملي ټلویزیون د خبر له مخې ښاغلي حقاني د دغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې له بهر مېشتو افغانانو وغوښتل چې بېرته افغانستان ته ستانه شي او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.
د يادونې وړ ده، چې له څو مياشتو راهيسې د پاکستان په ګډون له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ويستلو لړۍ چټکه شوې ده.
ویل کېږي چې په تېرو څو میاشتو کې څه باندې ۵۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه په زوره ایستل شوي دي.