کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیا کې د ۳۷۵ زره ډالرو په لګښت د کډوالو لپاره د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې

15 ثور 1403 ساعت 11:30

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د مهاجرینو په هستوګنځي کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو چارې د کډوالو او راستنیدونکو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په حضور کې پیل شوې.


آوا - کابل: د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د ۳۷۵ زره ډالرو په ارزښت د مهاجرینو په هستوګنځي کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو کار د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په حضور کې پیل شو. 
 
د ملي ټلویزیون د خبر له مخې ښاغلي حقاني د دغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې له بهر مېشتو افغانانو وغوښتل چې بېرته افغانستان ته ستانه شي او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.
 
د يادونې وړ ده، چې له څو مياشتو راهيسې د پاکستان په ګډون له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ويستلو لړۍ چټکه شوې ده.
 
ویل کېږي چې په تېرو څو میاشتو کې څه باندې ۵۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه په زوره ایستل شوي دي.


د مطلب کود: 289811

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289811/پکتیا-کې-د-۳۷۵-زره-ډالرو-په-لګښت-کډوالو-لپاره-یوه-روغتیايي-مرکز-جوړېدو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com