رسنیو د فاریاب د سیمه ییزو چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه لومړني ښوونځي د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د چارواکو په وینا، د دغه ابتدایی ښوونځی د جوړولو چارې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ناروې په مالی مرسته شوې. ويل کيږي چې دغه ښوونځى په شيرين تګاب ولسوالۍ کې جوړ شوى او فعاليت کوي.