افغان غږ خبری آژانس - هرات: د غور د کلیو پراختیا ریاست د دغه ولایت په دولینه او تیوره ولسوالیو کې د اوبو رسولو شبکو د جوړولو کار پیل کړ.
د ملي تلویزیون د معلوماتو له مخې، د اوبو رسولو دغه شبکې د یونیسف ادارې په مالي مرسته د څه باندې ۸،۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.
ویل کیږي چې د اوبو رسولو د دغو شبکو د کار په بشپړیدو سره به ۲ زره کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی ولري.