کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور ولایت کې د څه باندې اته میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو کار پیل شو

13 ثور 1403 ساعت 10:06

د غور ولایت د کلیو پراختیا ریاست په دغه ولایت کې د یونیسف ادارې په مالي مرسته د څه باندې ۸،۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو کار پیل کړی دی.


آوا - هرات: د غور د کلیو پراختیا ریاست د دغه ولایت په دولینه او تیوره ولسوالیو کې د اوبو رسولو شبکو د جوړولو کار پیل کړ.
 
د ملي تلویزیون د معلوماتو له مخې، د اوبو رسولو دغه شبکې د یونیسف ادارې په مالي مرسته د څه باندې ۸،۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.
 
ویل کیږي چې د اوبو رسولو د دغو شبکو د کار په بشپړیدو سره به ۲ زره کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی ولري.


د مطلب کود: 289737

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289737/په-غور-ولایت-کې-د-څه-باندې-اته-میلیونه-افغانیو-لګښت-اوبو-رسولو-دوو-شبکو-جوړولو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com