افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو د ستونزو د هوارولو د عالي کمیسیون چارواکي وايي، چې د تورخم، سپین بولدک، انګور ادې، پول ارشام له لارې د سه شنبې په ورځ (د ثور ۱۱) ۴۳۷ کورنۍ هېواد ته راستانه شوې دي.
د يادونې وړ ده چې په تېره يوه مياشت کې هېواد ته د کډوالو د ستنېدو لړۍ چټکه شوې ده.
پاکستان له څو میاشتو راهیسې د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ پیل کړې ده.
د ایران د کورنیو چارو وزیر پرون اعلان وکړ چې هیواد یې نور د زیاتو مهاجرینو د منلو ظرفیت نه لري او په دغه هیواد کښې د میشتو مهاجرینو د ستنیدو زمینه باید خپلو اصلي هیوادونو ته برابره شي.