کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۴۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شول

13 ثور 1403 ساعت 9:50

د کډوالو د ستونزو د هواري عالي کمیسیون تیره ورځ له ایران او پاکستان څخه هیواد ته د ۴۳۷ کډوالو راستنیدو خبر ورکړ.


آوا - کابل: د کډوالو د ستونزو د هوارولو د عالي کمیسیون چارواکي وايي، چې د تورخم، سپین بولدک، انګور ادې، پول ارشام له لارې د سه شنبې په ورځ (د ثور ۱۱) ۴۳۷ کورنۍ هېواد ته راستانه شوې دي. 
 
د يادونې وړ ده چې په تېره يوه مياشت کې هېواد ته د کډوالو د ستنېدو لړۍ چټکه شوې ده.
 
پاکستان له څو میاشتو راهیسې د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ پیل کړې ده.
 
د ایران د کورنیو چارو وزیر پرون اعلان وکړ چې هیواد یې نور د زیاتو مهاجرینو د منلو ظرفیت نه لري او په دغه هیواد کښې د میشتو مهاجرینو د ستنیدو زمینه باید خپلو اصلي هیوادونو ته برابره شي.


د مطلب کود: 289733

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289733/له-ایران-او-پاکستان-څخه-څه-باندې-۴۰۰-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com