افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تېره یوه میاشت کې د افغان ګمرکونو له لارې د ۵۰ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات او واردات شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د هېواد په ګمرکونو کې کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته د پام وړ اسانتیاو د برابرولو ترڅنګ؛ د ګمرکونو فعالیت ۲۴ ساعته شوی، فساد له منځه تللی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې: دغه وزارت دغه راز زياته کړه چې الکترونيکي سکينرونه فعال شوي او مالونه په ګمرکونو کې په وخت او شفاف ډول پروسس کيږي.