کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېره یوه میاشت کې د ګمرکونو له لارې د ۵۰ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات او واردات شوي دي

13 ثور 1403 ساعت 9:20

د مالیې وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې د هېواد د ګمرکونو له لارې د ۵۰ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات او واردات شوي دي.


آوا - کابل: د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تېره یوه میاشت کې د افغان ګمرکونو له لارې د ۵۰ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات او واردات شوي دي.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د هېواد په ګمرکونو کې کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته د پام وړ اسانتیاو د برابرولو ترڅنګ؛ د ګمرکونو فعالیت ۲۴ ساعته شوی، فساد له منځه تللی دی.
 
د باختر آژانس د خبر له مخې: دغه وزارت دغه راز زياته کړه چې الکترونيکي سکينرونه فعال شوي او مالونه په ګمرکونو کې په وخت او شفاف ډول پروسس کيږي.


د مطلب کود: 289728

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289728/په-تېره-یوه-میاشت-کې-د-ګمرکونو-له-لارې-۵۰-میلیارده-افغانیو-ارزښت-صادرات-او-واردات-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com