افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي سټنډرډ اداره وايي، د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې ۳۳ ټیټ کیفیت لرونکي د تیلو ټانکرونه مسترد شوي دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبه (د ثور ۱۲مه) خپره شوې، دغه رياست يو ځل بيا له سوداګرو غوښتي چې هېواد ته د بې کيفيته توکو له واردولو ډډه وکړي.
د يادونې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې له بېلابېلو بندرونو څخه سلګونه د ټيټ کيفيت لرونکي تېل وړونکي ټانکرونه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.