کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټيټ کيفيت لرونکي تېل وړونکي ټانکر له ابو نصر فراهي بندر څخه بېرته مسترد شول

12 ثور 1403 ساعت 15:30

د ستندرد ملي اداره وايي، د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې د ټیټ کیفیت د تېلو ۳۳ ټانکرونه بېرته مسترد شول.


آوا - کابل: د ملي سټنډرډ اداره وايي، د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې ۳۳ ټیټ کیفیت لرونکي د تیلو ټانکرونه مسترد شوي دي.
 
په هغه خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبه (د ثور ۱۲مه) خپره شوې، دغه رياست يو ځل بيا له سوداګرو غوښتي چې هېواد ته د بې کيفيته توکو له واردولو ډډه وکړي.
 
د يادونې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې له بېلابېلو بندرونو څخه سلګونه د ټيټ کيفيت لرونکي تېل وړونکي ټانکرونه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.


د مطلب کود: 289718

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289718/د-ټيټ-کيفيت-لرونکي-تېل-وړونکي-ټانکر-له-ابو-نصر-فراهي-بندر-څخه-بېرته-مسترد-شول

آوا
  https://www.avapress.com