افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، چې د تالقان-فیض آباد لویه لار پرون ناوخته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
په وروستۍ پيښه کې دغه لويه لاره دتخار ولايت دکلفګان ولسوالۍ په مربوطاتو کې په عامه لاره د غره د يوې برخې د ښوييدو له امله د ترافيکو پرمخ تړل شوې وه.
د تخار د فواید عامې ریاست یوې سرچینې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دغه لویه لاره د دوی د کارکوونکو په هڅو تېره ورځ د مسافرو او سوداګریزو کاروانونو پر مخ پرانیستل شوه.
په تېرو دوو مياشتو کې بارانونو څو څو ځلې د تايلغان-فيض اباد لويه لار تړلې ده.