کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تالقان – فیض آباد لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

12 ثور 1403 ساعت 14:16

د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، چې د تالقان – فیض آباد لویه لار پرون ناوخته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.


آوا - کابل: د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، چې د تالقان-فیض آباد لویه لار پرون ناوخته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
 
په وروستۍ پيښه کې دغه لويه لاره دتخار ولايت دکلفګان ولسوالۍ په مربوطاتو کې په عامه لاره د غره د يوې برخې د ښوييدو له امله د ترافيکو پرمخ تړل شوې وه.
 
د تخار د فواید عامې ریاست یوې سرچینې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دغه لویه لاره د دوی د کارکوونکو په هڅو تېره ورځ د مسافرو او سوداګریزو کاروانونو پر مخ پرانیستل شوه.
 
په تېرو دوو مياشتو کې بارانونو څو څو ځلې د تايلغان-فيض اباد لويه لار تړلې ده.


د مطلب کود: 289713

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289713/د-تالقان-فیض-آباد-لویه-لار-ترافیکو-پرمخ-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com