افغان غږ خبری آژانس: د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې نن (چهارشنبه د ثور ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېر کال د ۶۷۵ ښځو په ګډون ۱۵۱۵۳ تنه هېواد ته داخل شوي او ۱۲۷۶۱ تنه بهرني اتباع له هېواده وتلي دي.
د دغه رياست د ثبت شويو شمېرو له مخې، د بهرنيو اتباعو ډېرى داخلېدل او وتل د نيمروز ولايت له لارې، د هرات هوايي ډګر، تورخم له لارې، حيرتان بندر او د کابل نړيوال هوايي ډګر له لارې کېږي.
د دغو شمېرو له مخې، هېواد ته د ننوتو د ډېرو کسانو موخه ګرځندوی او کار و.
د ثبت شویو معلوماتو له مخې، بهرنیو سیلانیانو د ولایتونو ( بامیان، هرات، کندهار، ننګرهار، غور، بدخشان، کندز، پکتیا، خوست، نورستان، بلخ، سمنګان او کنړ) له لرغونو سیمو څخه لیدنه کړې ده.
د یادولو وړ ده چې د احصایې او اطلاعاتو د ملي ادارې د نفوسو د احوالو د ثبت اداره د نورو فعالیتونو ترڅنګ د هیواد د رسمي بندرونو او هوايي ډګرونو له لارې د بهرنیو اتباعو د داخلیدو او وتلو د ثبت مسولیت هم په غاړه لري.