کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېر کال کې د ۲۸۰۰۰ بهرنی اتباع هیواد راغلی

12 ثور 1403 ساعت 11:28

د اسلامي امارت د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې اعلان کړی، چې په تېر کال کې یې د هېواد له لویو لارو او هوايي ډګرونو څخه د ۲۷۹۱۴ بهرنیو اتباعو د ننوتلو او وتلو اسناد ثبت کړي دي.


آوا: د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې نن (چهارشنبه د ثور ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېر کال د ۶۷۵ ښځو په ګډون ۱۵۱۵۳ تنه هېواد ته داخل شوي او ۱۲۷۶۱ تنه بهرني اتباع له هېواده وتلي دي.
 
د دغه رياست د ثبت شويو شمېرو له مخې، د بهرنيو اتباعو ډېرى داخلېدل او وتل د نيمروز ولايت له لارې، د هرات هوايي ډګر، تورخم له لارې، حيرتان بندر او د کابل نړيوال هوايي ډګر له لارې کېږي.
 
د دغو شمېرو له مخې، هېواد ته د ننوتو د ډېرو کسانو موخه ګرځندوی او کار و.
 
د ثبت شویو معلوماتو له مخې، بهرنیو سیلانیانو د ولایتونو ( بامیان، هرات، کندهار، ننګرهار، غور، بدخشان، کندز، پکتیا، خوست، نورستان، بلخ، سمنګان او کنړ) له لرغونو سیمو څخه لیدنه کړې ده.
 
د یادولو وړ ده چې د احصایې او اطلاعاتو د ملي ادارې د نفوسو د احوالو د ثبت اداره د نورو فعالیتونو ترڅنګ د هیواد د رسمي بندرونو او هوايي ډګرونو له لارې د بهرنیو اتباعو د داخلیدو او وتلو د ثبت مسولیت هم په غاړه لري.


د مطلب کود: 289697

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289697/په-تېر-کال-کې-د-۲۸۰۰۰-بهرنی-اتباع-هیواد-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com