افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کونړ د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د یو نیم میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ملي تلویزیون د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په بشپړیدو سره ۱۶۸ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.