کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کونړ ولایت کې د ۱،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو پروژه بشپړه شوه

12 ثور 1403 ساعت 8:47

د کونړ ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د یو نیم میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې پروژې د بشپړېدو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د کونړ د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د یو نیم میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. 
 
د ملي تلویزیون د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په بشپړیدو سره ۱۶۸ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.


د مطلب کود: 289680

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289680/په-کونړ-ولایت-کې-د-۱-۵-میلیونه-افغانیو-لګښت-اوبو-رسولو-پروژه-بشپړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com