افغان غږ خبری آژانس – کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د پنجشیر ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۲۶۹۳ قیراط زمرد د ۲۰۴۹۰۰ ډالرو په ارزښت پلورلي دي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د زمردو دغه اندازه نن (سه شنبه د ثور ۱۱مه) د داوطلبۍ لارې پلورل شوې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې په دې "رضاکارانه" کې له سلو زیاتو کورنیو او بهرنیو سوداګرو برخه اخیستې وه.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا په ټولیز ډول ۱۷م ځل دی او په روان کال کې دویم ځل دی، چې د پنجشیر له کانونو استخراج شوي زمرد پلورل کېږي.