کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د 204000 امریکایی ډالرو په ارزښت د پنجشیر د 2,693 قیراط زمرد خرڅلاو

12 ثور 1403 ساعت 8:41

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د ۲۰۴۹۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د پنجشیر ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۶۹۳ قیراط زمرد د پلور اعلان کړی دی.


آوا – کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د پنجشیر ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۲۶۹۳ قیراط زمرد د ۲۰۴۹۰۰ ډالرو په ارزښت پلورلي دي.
 
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د زمردو دغه اندازه نن (سه شنبه د ثور ۱۱مه) د داوطلبۍ لارې پلورل شوې ده.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې په دې "رضاکارانه" کې له سلو زیاتو کورنیو او بهرنیو سوداګرو برخه اخیستې وه.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا په ټولیز ډول ۱۷م ځل دی او په روان کال کې دویم ځل دی، چې د پنجشیر له کانونو استخراج شوي زمرد پلورل کېږي.


د مطلب کود: 289678

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289678/د-204000-امریکایی-ډالرو-په-ارزښت-پنجشیر-2-693-قیراط-زمرد-خرڅلاو

آوا
  https://www.avapress.com