افغان غږ خبری آژانس - کابل: رسنیو خبر ورکړی، چې د هند د جوارو یوه سوداګر نګار د پنجشیر له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په کتنه کې د دغه ولایت په کانونو کې د پانګونې طرحه وړاندې کړه.
د باختر اژانس د خبر له مخې، دغه هندي سوداګر په افغانستان کې د ټوليز امنيت ستاينه وکړه او ويې ويل چې د نورو هندي شرکتونو خاوندان هم هڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
ویل کیږي چې د پنجشیر والي د دغه هندي سوداګر د پانګونې د پلان هرکلی وکړ او له دوی سره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د پنجشیر ولایت د چارواکو په وینا، دغه هندي سوداګر نن د پنجشیر زمرد داوطلبۍ په غونډه کې د ګډون لپاره روان دی.