کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پنجشیر ولایت د کانونو په برخه کې د یوه هندي سوداګر لخوا د پانګونې پلان وړاندې کول

12 ثور 1403 ساعت 8:38

رسنیو خبر ورکړی، چې یوه هندي سوداګر د پنجشیر له والي سره په لیدنه کې د خپلې پانګونې طرحه د پنجشیر مرستیال والي ته وړاندې کړه.


آوا - کابل: رسنیو خبر ورکړی، چې د هند د جوارو یوه سوداګر نګار د پنجشیر له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په کتنه کې د دغه ولایت په کانونو کې د پانګونې طرحه وړاندې کړه.
 
د باختر اژانس د خبر له مخې، دغه هندي سوداګر په افغانستان کې د ټوليز امنيت ستاينه وکړه او ويې ويل چې د نورو هندي شرکتونو خاوندان هم هڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
 
ویل کیږي چې د پنجشیر والي د دغه هندي سوداګر د پانګونې د پلان هرکلی وکړ او له دوی سره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
د پنجشیر ولایت د چارواکو په وینا، دغه هندي سوداګر نن د پنجشیر زمرد داوطلبۍ په غونډه کې د ګډون لپاره روان دی.


د مطلب کود: 289676

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289676/د-پنجشیر-ولایت-کانونو-په-برخه-کې-یوه-هندي-سوداګر-لخوا-پانګونې-پلان-وړاندې-کول

آوا
  https://www.avapress.com