افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د چین هېواد د دولتي شرکت "ایم سي سي هولودا" مشر د شیخ شهاب الدین دلاور سره په ارګ کې وکتل.
په همدې حال کې شیخ شهاب الدین دلاور د دغه شرکت د خوښې هرکلی وکړ او ویې ویل چې له دغه شرکت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی چې د اسلامي امارت له شرایطو سره سم په هېواد کې دننه پروسس وکړي.
د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د امنيت له ټينګښت سره په افغانستان کې د پانګونې لپاره د بهرنيو پانګوالو لېوالتيا زياته شوې ده