کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د چین یوه دولتي شرکت د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده

10 ثور 1403 ساعت 13:29

د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د چین یوه دولتي شرکت د افغانستان د کانونو په زېرمو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د چین هېواد د دولتي شرکت "ایم سي سي هولودا" مشر د شیخ شهاب الدین دلاور سره په ارګ کې وکتل. 
 
په همدې حال کې شیخ شهاب الدین دلاور د دغه شرکت د خوښې هرکلی وکړ او ویې ویل چې له دغه شرکت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی چې د اسلامي امارت له شرایطو سره سم په هېواد کې دننه پروسس وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د امنيت له ټينګښت سره په افغانستان کې د پانګونې لپاره د بهرنيو پانګوالو لېوالتيا زياته شوې ده


د مطلب کود: 289579

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289579/د-چین-یوه-دولتي-شرکت-افغانستان-په-کانونو-کې-پانګونې-ته-لېوالتیا-ښودلې-ده

آوا
  https://www.avapress.com